دخپریدو نیټه :جمعه ۲۶ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۲
د مطلب کود : 193396
کندوز کې د شهيد جنرال عبدالرازق په نوم يو څلى جوړ شو
د کندوز چارواکي وایي د شهید سترپاسوال عبدالرازق څلی، چې څو میاشتې وړاندې یې د کندوز ښار دورې سر سیمه کې پر ۸ بسوه ځمکې د جوړېدو کار پیل شوی و، پایته رسېدلې او پرون یې پرانستی دی.
د ولایتي چارواکو پر وینا یاد څلی چې ټوټل ۱۸ مټره یې لوړوالی دی، ۴ سوه مټره د نکل کټاره ترې چاپېره شوې او پر زینتي ګروپونو ښکلی شوی دی .
دغه راز د څلي د پرانیستي مراسمو وروسته د شهید جنرال عبدالرازق د مړینې لومړی تلین هم د ولایت مقام د مرستیال، ولایتي شورا د رئیس او غړو، دیني عالمانو، ملکي او نظامي مسولینو، قومي مخورو، ځوانانو او ښځو په ګډون ونمانځل شو.
د لومړي تلین د نمانځلو په مراسمو کې د کندوز والي وویل شهید ستر پاسوال عبدالرازق اڅکزی یو له هغو زړو او په وطن مینو کسانو له ډلې و، چې په ډېره رېښتونې توګه یې افغان ولس ته خدمت کاوه او دا د ټولو افغانانو ملي مسولیت دی چې خپل اتلان وستایی.
له دې وړاندې هم د جنرال رازق د شهادت سره سم ټول هېواد په غم کې شريک شو او د هېواد په هر ولايت کې د هغه په شهادت خلکو اوښکې تويې کړي، هغه ته د ملي شهيد لقب هم ورکړل شو او د هېواد په بېلا بېلوولايتونو کې يې واټونه په نوم ونومول شول.
د کابل، کندوز او پروان ولايتونو په ګډون په ډېرو ځايونو کې واټونه او سرکونه د جنرال رازق په نوم ونومول شول او د افغانستان په لر و بر کې يې انځورونه راوځړول شول، همدا راز په محکوم افغانستان کې يې هم غايبانه جنازه ادا شوه.
بلخوا د کندهار امنیه قومندان تورن جنرال تادین خان وايي ورور یې شهید جنرال  عبدالرازق د پاکستان لخوا د طالبانو په واسطه ترور شوی او غچ به تر هغې اخلي تر څو چې دی ژوندی وي.
تادین خان وایې پاکستان ځکه رازق شهید کړ چې په افغانستان کې یوازې له همده ډار او ویره درلوده ځکه چې د هر وژل شوي افغان پوښتنه رازق له پاکستانه کوله.
د یادونې ده، چې پوره یوکال وړاندي شهید سترپاسوال عبدالرازق خان اڅکزی د ولس او هېواد د دښمنانو له لوري د یو ترهګریز برید په ترڅ کې د کندهار ولایت مقام به انګړ کې په شهادت ورسیده.
https://avapress.com/vdcgyw9q3ak9yw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته