دخپریدو نیټه :جمعه ۲۶ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۳
د مطلب کود : 193398
چین د زړه په ناروغۍ داخته ۶۱ افغان ماشومانو درمنله کوي
د ۶۱ افغان ماشومانو ډله چې مور زادي د زړه په رنځ اخته وو، د مفتې درملنې لپاره د چین شمال لویدیځ سینګیانګ ایالت ته ورسېدل.
 دا د هغو ۱۵۰ په زړه سوریو ماشومانو دویمه ډله ده چې د چین سره صلیب او ورورولۍ صندوق یې د درملنې ژمنه کړې وه.
 تر دې وړاندې د جولای په ۳۱مه د ۲۴ افغان ماشومان د زړه د ناروغۍ د درملنې لپاره چین ته وړل شوي وو، چې له څوارلس ورځنۍ درملنې وروسته بیرته افغانستان ته راوګرځېدل.
 چین ته بیول شوې د زړه په ناروغۍ اخته د ۶۱ افغان ماشومانو ډله به د چین د سنګیانګ ایالت په طبي پوهنتون کې تداوي شي.
 چین د ۲۰۱۷ کال نه د ۲۰۱۸ کال تر اکتوبره پورې هم سل افغان په زړه سوري ماشومان تداوي کړي وو.
https://avapress.com/vdci3pazvt1a3p2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته