دخپریدو نیټه :جمعه ۲۶ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۲۱
د مطلب کود : 193402
اروپايي ټولنه: د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د اوربند هڅه کوو
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رونالډ کوبیان د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د اوربند د اعلان غوښتنه کړې ده.
نوموړي نن د هرات اتم امنیتي کنفرانس ته په وینا کې همدا راز ټینګار کړی چې د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې اترې باید بیا له سره پیل شي.
دښاغلي کوبیان په خبره، د طالبانو او امریکا د مذاکراتو دوام په افغانستان کې سوله تامینولی شي او په وینا یې چې اروپايي ټولنه هڅه کوي د طالبانو او افغان حکومت تر منځ اوربند ته هم لاره برابره کړي: (( خو زموږ غوښتنه یوه دا هم ده چې د امریکا او طاللبانو تر منځ د خبرو بهیر دې شفاف وي، موږ لپاره هم د ښځو حقونه او د افغانانو لاسته راوړنې سرې کرښې دي.))
دا په داسې حال کې ده چې د هرات امنیتي کنفرانس نن جمعه د شلو هېوادونو د ډپلوماټانو، سیاستوالو او امنیتي کسانو په حضور کې پيل شوی دی.
https://avapress.com/vdce7x8zwjh8oei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته