کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګرو ملتونو هسکه مېنه کې برید وغانده

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 میزان 1398 ساعت 11:14

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرڅ د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د پرون ورځې برید وغانده چې په کې له شپېتو ډېر کسان وژل شوي او تر ۳۰ ډېر ټپیان شوي دي.


چارواکي وايي، دا برید پرون د جمعې لمانځه پر مهال د چاودېدونکو توکو له امله شوی دی.
کابل کې د ملګرو ملتونو استازۍ یا یوناما یوه بیان کې د سرمنشي ګوتیرڅ له خولې له قرباني کورنیو سره د ژورې خواشینۍ او همدردۍ یادونه کړې ده.
هغه د ټپیانو د ژر تر ژره جوړېدو هیله ښودلې ده او له افغان ولس او حکومت سره یې د ملګرو ملتونو پیوستون ښودلی دی.
پر ملګرو ملتونو سربېره، ایران، ایټالیا، امریکا او نورو هېوادونو او ادارو هم دا برید غندلی دی.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې د ولسمشر غني له قوله دغه برید سخت غندل شوی دی. د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي:
''تروریستان او د دوی ملاتړي به هېڅ وخت هم پر جوماتونو، روغتونونو، ملکي وګړو او عامه تاسیساتو د بریدونو په ترسره کولو سره خپلو شومو موخو ته ونه رسېږي، ځکه زموږ زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه به دوی په هر ځای کې ولټوي او نابود به یې کړي. ''
تراوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی او وسله والو طالبانو هم په کې لاس لرل رد کړي دي

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼی وايي، د جمعې لمانځه پر مهال داسې حال کې چاودنه وشوه چې یو رکعت لمونځ شوی و او دویم رکعت پیلېده.
نوموړي د شنبې په ورځ د بي بي سي خبریال ذبیح الله رحیمزي ته وویل، دې برید کې ۶۵ کسان وژل شوي او ۳۵ ټپیان دي.
خو ځايي خلک وايي، پېښه کې له ۶۵ ډېر کسان وژل شوي او تر شپېتو ډېر ټپیان دي.
ویل کېږي نږدې ۳۵۰ لمونځغاړي په لمونځ ولاړ و چې چاودنه وشوه.
د چاودنې له امله د جومات چت هم نړېدلی دی.
 


د مطلب کود: 193412

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/193412/ملګرو-ملتونو-هسکه-مېنه-کې-برید-وغانده

آوا
  https://www.avapress.com