دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۱۹
د مطلب کود : 193424
د ننګرهار تروریستی برید په وړاندی خارجی او داخلی غبرګونونه
آوا خبرګزاری-کابل: آنتونیو ګوترشګ د سازمان ملل عمومی منشی د ننګرهار تیری ورځي تروریستی برید سخت غندلي او ویلی دی چی هغه کسان چی دا ډول بریدونو مسئول پيژندل کیږی باید ځواب ووایی.
د ننګرهار ولایت هسکه مینه(ده بالا) ولسوالی کې په یو مسجد کې چاودنه نږدی ۶۲ کسان شهید او ۶۰ نور ټپیان کړی دی.
ټول وژل شوی هغه لمونځ کوونکې وو چی د جمعی لمونځ کولو لپاره هسکه مینه یو مسجد ته راغلی وو.
په عینی حال کې د ایران خارجه وزارت هم ننګرهار ولایت کې مسجد باندی تروریستی برید غندلی دی.
ذبیح الله مجاهد د طالبانو ویاند په یو توییت سره ددی چاودنې کار داعش پوری اړوند بللی او دا تروریستی برید غندلی دی.
د امریکا سفارت په کابل کې هم دا برید غندلی او ویلی دی چی د لمونځ کوونکو وژل کېدل بی رحمانه او د قبول وړنه دی.
جان بس، د امریکا سفیر په کابل کې په یو تویتری پیغام کې لیکلی دی: ټول افغانان حق لری ترڅو په یو امن فضا کې ژوند وکړی.
ملی وحدت حکومت سران هم په بیلابیلو پیغامونو کې د پخوا په شان دا تروریستی بریدونه غندلی دی.
اشرف غنی ددی تروریستی برید په غبرګون وویل: طالبان د افغانستان خلګو او قانون په وړاندی مسئول دی، ځکه د هغه په وینا طالبان هم تروریستی خونړیزی بریدونه ترسره کوی او هم نورو تروریستی ډلو لکه داعش ته دا زمینه برابروی.
داکتر عبدالله عبدالله، اجرایی رئیس وویل چی دا جنایت د دشمن ضعف او ماته شکاره کوی.
 
https://avapress.com/vdcirpaz5t1a352.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته