کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خلیلزاد: افغانستان کې د لاسته راوړنو ساتل د امریکا له ملي ګټو څخه دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 میزان 1398 ساعت 13:21

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له نژدې دوو میاشتو وروسته په لومړي ځل له یو لوپوړي امریکايي چارواکي سره لیدنه کې په افغانستان کې د تېرو لاسته راوړنو پر ساتلو ټینګار کړی دی.



نوموړي د شنبې په ورځ د اکتوبر پر ۱۹مه «تلې پر۲۷مه» د امریکا د ګډو ځواکونو له عمومي لوی درستیز مارک الیک سندل ملي سره تر لیدنې وروسته پخپل یو تازه ټویټ کې ویلي، چې په افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو د پرمختګونو ساتل "زموږ له ملي ګټو څخه دي."
هغه ویلي:"د امریکا د ګډو ځواکونو له لوی درستیز جنرال ملي سره په کتنه کې چې هغه افغانستان ډېر ښه پيژنې، موږ په دې موافق وو، چې د یو سیاسي هواري له لارې د تروریستانو له ګواښونو څخه د خپل هېواد خوندیتوب، زموږ د جګړې د پېټې د کمېدو اجازه راکوي او په افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو له لاسته راوړنو ساتنه، زموږ د ملي ګټو څخه دي.

زلمی خلیلزاد پر داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې ولسمشر ټرمپ د خلیلزاد په مشرۍ له طالبانو سره د تېرو شااوخوا لسو میاشتو مذاکرات چې وروستۍ مرحلې ته رسېدلي د سپټمبر پر ۷مه لغوه اعلان کړل.
د یادو مذاکراتو تر لغوه کېدو وروسته دا لومړی ځل دی، چې زلمی خلیلزاد له یو لوپوړي امریکايي چارواکي سره لیدنه کې په افغانستان کې د سولې پر ټينګښت ټينکار کړی دی.
تر دا مهاله معلومه نه ده، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې، چې دا مهال په ټپه درېدلي بیا پیل شي کنه.
 


د مطلب کود: 193438

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/193438/خلیلزاد-افغانستان-کې-د-لاسته-راوړنو-ساتل-امریکا-له-ملي-ګټو-څخه-دي

آوا
  https://www.avapress.com