دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۲
د مطلب کود : 193445
کډوالو چارو وزير په اسلام قلعه کې د بېرته راستنېدونکو پروسې څارنه وکړه
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيدحسين عالمي بلخي، چې د داخلي بېځايه شوو او بېرته راستنېدونکو وضعيت څارلو لپاره هرات ولايت ته سفر کړی و، د هرات ولايت د اسلام قلعه ته تللی و، ترڅو دهغوکډوالو وضعيت له نږدي وګوري چې د ايران څخه راغلي او هېواد ته راسنيږي

.
په هغه ناسته کې چې د تلې په ۲۵مه يې د محل د آمر سره لرله غوښتنه وکړه، چې  د راستنېدونکو په اړه دې د بې خبرۍ او ناپوهۍ مخه ونيسي ترڅو له دوی څخه غلطه استفاده ونه شي.
نوموړي د کډوالو د ښه راغلاست د بېلابېلو مرکزونو څخه ليدنه وکړه، چې د کډوالو چارو وزارت په هڅو جوړ شوي. د ناستې ترټولو مهمه برخه دا وه، چې د کډوالۍ مرکز هره ورځ له ۵ څخه تر ۶ اميداوره ميرمنې ځای په ځای کوي او دا جدي پاملرنې ته اړتيا لري.
د وار چايد استازي وويل، چې د ۲۰۱۶ کال څخه تر اوسه ۹ زره راستنېدونکو ماشومانوته، موقتي استوګنځايونه ، رواني مشورو، ځای په ځای کولو تعقيب او خپلو اصلي ولايتونو ته د هغوی دلږي په برخه کې يې همکاري کړې.نوموړي  د  راستنېدونکو ماشومانو دساتنې په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د افغانستان دولت او کډوالو چارو وزارت څخه يې دهمکاريو غوښتنه وکړه.
همدارنګه د کډوالۍ نړيوال سازمان استازي وويل، ۲۰ زره په شاوخواکې راستنېدونکي چې په جبري توګه په يوې مياشتې کې اسلام قلعه او نميروز ولايت د ورېښمو پل له لارې افغانستان ته راستنېږي هره مياشت ۷۰۰ تنه يې له بشري مرستو څخه برخمن شوي.
دکډوالو او ارستنېدونکو چارو وزير وويل، چې د کډوالۍ نړيوال سازمان IOM ژمنه له وزارت سره داده چې د ايران هېواد د  ۱۰ څخه تر ۱۵ سلنو پورې راستنېدونکو سره مرستې کوي. خو په پوله کې  دمرستو ارقام ددې شمېر څخه لږې ښيي؛ ځکه چې د ايران څخه شړل شوې ډېرې کورنۍ مرستو ته اړتيالري بايد د کډوالۍ نړيوال سازمان  IOM مرستې ډېرې شي.
هغه زياته کړه، چې د ځورونې مخنيوي لپاره د راستنېدو پرمهال د راستنېدونکو بې نظميو مخنيوي او په مرکز کې  ټول راستنېدنکي ثبت او راجسترېشن ته وهڅوي او دکډوالۍ نړيوال سازمان بايد ددوی ټول لګښتونه  په پام کې ونيسي.
همدارنګه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي د ثبت او راجسترېشن د مرکزونو څخه د ليدنې پرمهال ديوشمېرکډوالو سره هم خبرې وکړې او ددوی ستونزې يې ددوی له خولې واورېدې.
 
https://avapress.com/vdcbafb8srhb9ap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته