دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۱۸
د مطلب کود : 193474
فوټبال: ګرانادا اوساسونا ته ۱-۰ ماتې ورکړه
د هسپانیا لالیګا لیګ په روان پړاو سیالیو کې ګرانادا، چې په دغې لوبو کې یوه مخکښه لوبډله ده په اوساسونا یو ګول وکړ او ماتې یې ورکړه.
ګرانادا ته د دې لوبې په چیتونو مانیسیز په ۳۸مه دقیقه کې ګول وکړ.
اوساسونا لوبډلې په دغې لوبه کې یو ګول هم ونه شو کړای.
د لالیګا په روان پړاو سیالیو کې تر اوسه هرې لوبډلې اته اته لوبې کړي؛ خو د ګرانادا او اوساسونا لوبډلو دا نهمه لوبه وه.
ګرانادا لوبډلې په نهه لوبو کې پنځه ګټلي، دوه یې بایللي او دوه یې مساوي شوي، په ۱۷ نمرو له ریال مادرېد وروسته په دویم مقام کې ده؛ خو اوساسونا لوبډلې له نهه لوبو دوه ګټلي، پنځه یې بایللي او دوه یې مساوي شوي دي، په ۱۱ نمرو د جدول په یولسم مقام کې ده.
په دغې سیالیو کې شل لوبډلې یو د بل پر وړاندې سیالۍ ترسره کوي.
https://avapress.com/vdcd5s0foyt0no6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته