دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۲۷
د مطلب کود : 193477
ترکیه د سوريې په شمال کي ۱۲ پوستي جوړوي
د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي چي دوی غواړي د سوريې په شمال کي ۱۲ پوستې جوړي کړي.
دی دا هم وايي چي په سوریه کي به خوندي سیمه تر هغه وخت پراخه وي چي امریکايي چارواکي یې خبره کړې ده.
د اردوغان په خبره، د سوریې په شمال کي به دا خوندي سیمه له ۴۰۰ کیلومترو ډېره پراخه او سور به یې ۳۲ کیلومتره وي.
د ترکیې د ولسمشر دا خبري تر هغه څو ساعته وروسته کېږي چي په سیمه کي یې د پنځو ورځو اوربند هوکړه وکړه. د دې هوکړي پر اساس کوردي ځواکونه له دې سیمي د وتلو چانس تر لاسه کوي.
تېره شپه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او اردوغان د سوریې د شمال پر حالاتو ټلیفوني خبري وکړې.
تر هغه وروسته چي د ښکيلو خواوو له خوا د اوربند د ماتولو په اړه راپورونه
خپاره سول، خو ټرمپ وویل، د ترکیې ولسمشر ورته ویلي چي دا نښتي “کمي وې” وې او ‘پای’ ته رسېدلي دي.
د ملګرو ملتونو یوه چارواکي ویلي “د تر لاسه سویو راپورونو” له مخي له راس العین پرته په ډېریو سیمو کي کراري ده.
کورد او د بشري حقونو سرچینې وايي په دې سیمه کي ډزي او چاودني دوام لري.
د سوریې له شمال د امریکايي ځواکونه له شاتګ څو ساعته وروسته ترکیې د سوریې پر پوله پر کوردانو بریدونه پیل کړل.
اردوغان وايي، د دې بریدونو هدف دا دی چي دا سیمه د ده په ټکو له “ترهګرو” پاکه کړي او د سوریې شاوخوا دوه میلیونه جنګ ځپلو وګړو ته امن سیمه جوړه کړي.
په سوریه کي د ترکیې عملیات د یوه بل انساني ناروین لامل وګرځېدل، د سور صلیب نړېواله کمېټه وايي، دوه لکه سوري کډوالو خپلي مېنې پریښي دي.
https://avapress.com/vdcguw9quak9yt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته