دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۵۱
د مطلب کود : 193484
فراه کې له ۱۱۰۰ بېوزلو کورنیو سره مرسته شوې
د فراه ولایت دکډوالو اوبیرته راستنیدونکو چارو وزارات چارواکو ویلي ، چې په روان کې یې په فراه ولایت کې له ۱۱۰۰ بیوزلو او جګړه ځپلو کورنیو سره مرستې کړې دي.
دفراه ولایت سیمه اییز چارواکي د افغان خبری آژآنس ته وویل چې دفراه ولایت اوسیدونکي دجګړې له امله له خورا ستونزو سره لاس او ګریوان دي او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.
دفراه ولایت چارواکو له کورنیو سره ژمنه وکړه ، چې په راتلونکي ژمي کې به هم له بېوزلو او جګړه ځپلو کورنیو سره لازمې مرستې وکړو.
بل لوري ولسي خلکو او بېځایه شوو کورنیو له دافغان حکومت څخه مننه وکړه، او له مرستندویه ادارو یې وغوښتل چې له یاد کورنیو سره نورې لازمې مرستې وکړي.
https://avapress.com/vdcevx8zejh8oei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته