کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پکتیکا کې د ۱ طالب قوماندان په ګډون ۲۰ طالبان ووژل شول

28 میزان 1398 ساعت 9:46


د پکتیکا امنیتي چارواکي وايی، چې تیره شپه دجان خیلو په ولسوالۍ کې دافغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوه، چې په ترڅ کې دخیرکوټ سیمې لپاره دطالبانو له لوري نومول شوي قوماندان په ګډون ۲۰ طالبان وژل شوي .
چارواکي زیاتوي، چې په دغه نښته کې له وسله والو طالبانو څخه ۴میله کلاشینکوفونه، ۴ د راکټ مرمۍ، ۸۲د توپ مرمۍ،۵لاسي بمونه او یو شمېر نور مهمات هم ترلاسه شوي دي.
امنیتي مسولین وايي، چې نور په پکتیکا ولایت کې د طالبانو لپاره ځای نشته،افغان ځواکونه به د ترهګرو په وړاندې لا پراخ عملیات کوي ترڅو دپکیتکا ولایت اوسیدونکي په ارامه فضا کې ژوند و کړ ي.


د مطلب کود: 193485

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/193485/پکتیکا-کې-د-۱-طالب-قوماندان-په-ګډون-۲۰-طالبان-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com