دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۵۸
د مطلب کود : 193486
کندهار؛ سپین بولدک په اقتصادي زون بدلېږي
د افغانستان د هوايي ډګرونو د اقتصادي پراختیا کميسون د دارالانشاء رئیس وايي چي په راتلونکو پنځو کلونو کي به کندهار ښار او سپین بولدک ولسوالۍ په اقتصادي زون بدله کړي چي له امله به يې ۶۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره سي.
نصرالله صاحبزاده او ورسره پلاوي دغه خبري نن د کندهار په ولایت مقام کي له کندهار والي حیات الله حیات سره په کتنه کي وکړې.
دغه پلاوي د خپل راتګ موخه د کندهار د اقتصادي پراختیا او صادراتو لوړولو له پاره د دولتي او خصوصي سکټور سره ډیزاین سوي ۲۷ پروژې شریکول یاد کړل.
نصرالله صاحبزاده وویل، دغه ۲۷ پروژې د احمدشاه بابا هوايي ډګر، اقتصادي زون، زراعتي کمپلیکس او وچي بندر له پاره ځانګړي سوي دي، چي ۲ اشاریه ۸ میلیارده افغانۍ پانګوني ته اړتیا لري او د یادو پروژو له پاره په کندهار او سپین بولدک ولسوالۍ کي ۲۵۰۰ جریبه مځکه ضرورت ده، چي مستقیم او غیرمستقیم به ۶۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابریږي.
د ښاغلي صاحبزاده په خبره د یادو پروژو په تطبیق سره یو میلیارد افغانۍ عواید لاس ته راځي چي کال په کال یې عواید لوړیږي او همکاري، ملاتړي او رهبري ادارې به یې پروسه مخ ته وړي.
نوموړي زیاته کړه چي په دغه پروژو کي به سړکونه، یخي خوني، پنځه ستوریز هوټل، د بسته بندي مرکز او نوري اسانتیاوي شاملی وي چي جوړېدل به يې له یوه څخه تر پنځو کالو پوري وخت ونیسي.
https://avapress.com/vdcg7w9q3ak9yt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته