کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دفاع وزارت: بغلان به په پوره توګه د طالبانو څخه پاک شی

27 میزان 1398 ساعت 20:49

آوا خبرګزاری-مزارشریف: د بغلان ولایت دندغوری، دند شهاب الدین او کیله ګی ولسوالۍ پاکسازۍ عملیات د طالبانو څخه شروع شوی دی چی دا عملیات د بغلان پوره پاکسازی پوری به ادامه ولری.




 
بغلان ولایت دندغوری ولسوالی د هغه سیمو څخه دی چی په پوره توګه د طالبانو په اختیار کې قرار لری چی ددی ولسوالۍ پاکسازی د دولت مخالفینو شتون څخه، بغلان لویو لارو کې ناامنی مشکلات برطرفه کوی.
طالبان چی د دندغوری ولسوالی څخه تجهیز کیږی، هر وخت بغلان عمومی لاری باندی بریدونه کوله، ځينی وختونه پر دا لاره باندی تلاشی سیمی جوړول، تیل تانکرونو ته اور وراچول او ځینی خلګ هم د موټر څخه کښته کړي او په بیلابیلو بهانو باندی تیرباران کول.
په همدی حال کې هیواد امنیتی چارواکې د دندغوری ولسوالی چی د څلور کالو راهیسی طالبانو په لاس کې دی، د پاکسازی عملیات شروع څخه خبر ورکړی دی.
فواد امان، د ملی دفاع وزارت ویاند آوا خبرنګار ته وویل چی درو عملیاتو په لړ کې دری ورځنیو عملیاتونو کې، تراوسه ۱۶ کلۍ په دندشهاب الدین، دندغوری او کلیه ګی کې د طالبانو څخه پاک شوی دی.
امان زیاته کړه، بغلان په پوره توګه د طالبانو څخه پاک کیږی او ددی ولایت هیڅ سیمه کې طالبانو لپاره امنیت شتون نه لری.
د هغه په وینا، طالبان د هیواد امنیتی ځواکونو سره مقابله توان نه لری او نظامیانو پرمختګ ادامه لری.
همدارنګه د ملی دفاع وزارت ویاند معاون ویلی دی چی چشمه شیر بغلان، ملایان کلۍ، ابراهیم خیل او منګکها په پوره توګه د طالبانو شتون څخه پاک شو.
 


د مطلب کود: 193491

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/193491/دفاع-وزارت-بغلان-په-پوره-توګه-د-طالبانو-څخه-پاک-شی

آوا
  https://www.avapress.com