دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۲۱:۰۲
د مطلب کود : 193493
په ننګرهار کې مسجد باندی تروریستی برید شهیدانو شمیر ډیر شوي
ننګرهار ولایت یو مسجد کې تیری ورځي تروریستی برید شهیدانو شمیر په هسکه مینه ولسوالی کې، شهیدانو شمیر یی ۷۰ تنو ته ډير شوي. دا په داسی حال کې دی چی د ۳۰ څخه ډیر هم ټپیان شوی دی.

 
 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره؛ عطاء الله خوګیانی د ننګرهار والی ویاند افغان غږ خبری آژانس خبرنګار ته وویل چی تیری ورځي تروریستی برید شهیدانو شمیر ۷۰ تنو ته او ټپیانو شمیر ۳۰ تنو ته رسیدلی دی.
همدارنګه ریاست جمهوری ویاند صدیق صدیقی هم ویلی دی چی افغانستان حکومت نن سهار یو هیات ننګرهار ولایت ته استولی ترڅو قربانیانو کورنیو او ټپیانو وضعیت ته رسیدګی وکړی.
ځینی سرچینی ریپورت ورکوی چی نن غرمی وروسته (۲۷ میزان) هم سیمی ځینی اوسیدونکې د ځینو قربانیانو جسدونو ایستلو باندی بوخت وو.
واقف الیله د سیمی اوسیدونکې هم وایی: تراوسه د څلورو تنو جسدونه لاپته دی او موږ یی لټوو؛ په کلی توګه موږ د ۷۰ څخه تر ۷۲ تنو پوری شهید او نږدی ۳۰ تنه ټپیان لرو. تراوسه مشخص نه دی چی بوم د مسجد دننه ځای پرځای شوی دی او که د دباندی څخه مسجد ته ورغورځول شوی دی.
خو سیمه ییز چارواکې وایی چی دا برید یو انتحاری برید وو.
 
https://avapress.com/vdceox8zxjh8oei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته