کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غني د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ هسکې مېنې ولسوالۍ ته تللی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 28 میزان 1398 ساعت 10:51

ولسمشر محمد اشرف غني نن یکشنبه سهار د ننګرهار هسکې مېنې ولسوالۍ ته رسېدلی او هلته به د تېرې جمعې ورځې د پېښې قربانیانو ته د تسلیت مراتب تر سره کړي.



له ولسمشر غني سره د ملي امنیت شورا سلاکار، مشرانو جرګې رئیس، د ولسي جرګې مرستیال او کابیني یو شمېر غړي ملګري دي.
دغه مراسمو ته رسنۍ نه دي بلل شوي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي امریکا غږ ته وویل چې ولسمشر به په هسکه مېنه کې یوې غونډې ته وینا هم کوي.
ولسمشر غني پر داسې مهال ننګرهار ولایت ته سفر کوي، چې د تېرې جمعې په ورځ د هسکې مېنې په جودري سیمه کې د جمعې لمانځه پرمهال یو جومات کې د چاودنې له امله ۶۶ تنه لمونځ کوونکي ووژل شول او ۳۶ نور ټپیان شول.
دغه خونړۍ چاودنه، په کور دننه او بهر کې په پراخ ډول وغندل شول، تر دا مهاله یې مسؤلیت هېڅ یوې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
 


د مطلب کود: 193504

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/193504/غني-د-یو-لوړپوړي-پلاوي-په-مشرۍ-هسکې-مېنې-ولسوالۍ-ته-تللی

آوا
  https://www.avapress.com