دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۵
د مطلب کود : 193508
دکندهار د اقتصادي پراختیا او صادراتو لوړولو لپاره ۲۷ پروژې ډیزاین سوي دي
د افغانستان د هوايي ډګرونو د اقتصادي پراختیا کمیسون د دارالنشا رئیس نصرالله صاحبزاده او ورسره پلاوي په ولایت مقام کي دکندهار والي حیات الله حیات سره وکتل.
د پلاوي مشر د خپل راتګ موخه د کندهار د اقتصادي پراختیا او صادراتو لوړولو لپاره د دولتي او خصوصي سکتور سره ډیزاین سوي ۲۷ پروژې شریکول یاد کړل، تر څو معلومه سي چي دغه پروژې څومره د کندهار د ضرورت مطابق دي.
ښاغلي نصرالله صاحبزاده وویل، یادي ۲۷ پروژې د احمدشاه بابا هوايي ډګر، اقتصادي زون، زراعتي کمپلیکس او وچي بندر لپاره ځانګړي سوي دي، چي ۲ اشاریه ۸ میلیارده افغانۍ پانګوني ته اړتیا لري او د یادو پروژو لپاره په کندهار او سپین بولدک ولسوالیو کي ۲۵۰۰ جریبه ځمکه ضرورت ده، چي مستقیم او غیر مستقیم به ۶۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابریږي.
د ښاغلي صاحبزاده په خبره د یادو پروژو په تطبیق سره یو میلیارد افغانۍ عواید لاسته راځي چي کال په کال یې عواید لوړیږي، همکاري او رهبري ادارې به یې پروسه مخته وړي، چي سړکونه، یخي خوني، پنځه ستوریز هوټل، د بسته بندۍ مرکز او نوري اسانتیاوي به پکښي شاملی وي او د یو څخه تر پنځو کالو یې جوړیدل وخت نیسي.
کندهار والي حیات الله حیات د دوی راتګ ته هرکلي ووایه او زیاته یې کړه، چي په کندهار کي د پانګوني لپاره اراده موجوده ده او موږ به هڅه کوو، چي چارو ته یې سرعت ورکړو.
کندهار والي د پانګوني لپاره د دوو اسانتیاوو یادونه وکړه، چي په لومړي قدم کي د ځمکو د انتقال موضوع د تیر په پرتله ډیره اسانه سوې ده او په یاده برخه کي بشپړه اسانتیا موجوده ده او دوهم یې یادونه وکړه، چي د تیرکال په پرتله ۴۳ سلنه د کندهار امنیت تامین سوی او پانګوالو ته بشپړه زمینه مساعده ده او د هر ډول همکارۍ ډاډ يې ورکړ.
https://avapress.com/vdcbgfb8wrhb9sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته