کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اشرف غنی: د ټاکنو د ابتدايي پایلو په تړاو د ټاکنو کمیسیون پرېکړي ته درناوی لرو

28 میزان 1398 ساعت 11:16


ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنیو پایلو په اعلان کې د ځنډ پرېکړې ته درناوی کوي.
ښاغلي غني په دې اړه پر خپل ټویټرپاڼې لیکلي، سره له دې چې افغانان د ټاکنو د پایلو اعلان ته تلوسه لري، خو د کمیسیون پرېکړې ته چې ددغه بهیر د شفافیت او عدالت لپاره شوې، درناوی کوي.
د میزان ۶مې ولسمشرۍ انتخاباتو ابتدايي پایلې باید (میزان ۲۷مه) اعلان شوې وای.
خو د افغانستان د ټاکنو کمیسیون رئیسې حوا علم نورستانۍ وویل چې د انتخاباتو د شفافیت د تضمین لپاره يې پرېکړه کړې چې لومړنۍ پایلي په ځنډ اعلان کړي.
اغلې نورستانۍ وویل: “د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون له دې امله د افغانستان له شریفو خلکو او په ټاکنو کې له ښکېلو خواوو بخښنه غواړي چې د انتخاباتو ابتدايي پایلې یې اعلان نه کړې.”
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون چارواکو  ویلي چې ابتدایي پایلې به په یوه اونۍ کې اعلان شي.


د مطلب کود: 193510

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/193510/اشرف-غنی-د-ټاکنو-ابتدايي-پایلو-په-تړاو-کمیسیون-پرېکړي-ته-درناوی-لرو

آوا
  https://www.avapress.com