ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنیو پایلو په اعلان کې د ځنډ پرېکړې ته درناوی کوي.
ښاغلي غني په دې اړه پر خپل ټویټرپاڼې لیکلي، سره له دې چې افغانان د ټاکنو د پایلو اعلان ته تلوسه لري، خو د کمیسیون پرېکړې ته چې ددغه بهیر د شفافیت او عدالت لپاره شوې، درناوی کوي.
د میزان ۶مې ولسمشرۍ انتخاباتو ابتدايي پایلې باید (میزان ۲۷مه) اعلان شوې وای.
خو د افغانستان د ټاکنو کمیسیون رئیسې حوا علم نورستانۍ وویل چې د انتخاباتو د شفافیت د تضمین لپاره يې پرېکړه کړې چې لومړنۍ پایلي په ځنډ اعلان کړي.
اغلې نورستانۍ وویل: “د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون له دې امله د افغانستان له شریفو خلکو او په ټاکنو کې له ښکېلو خواوو بخښنه غواړي چې د انتخاباتو ابتدايي پایلې یې اعلان نه کړې.”
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون چارواکو ویلي چې ابتدایي پایلې به په یوه اونۍ کې اعلان شي.