دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۸
د مطلب کود : 193515
لغمان کې یوه کس د خپلې کورنۍ څلور غړي ویشتلي
د لغمان قرغیو ولسوالۍ کې یوه سړي خپله مور وژلې او د کورنۍ دری نور غړي یی ټپیان کړي دي.

د قرغیو ولسوالۍ څخه یوه عینی شاهد وویل چې بیګا شپه شاوخوا ۱۱ بجې د کور یوه مشر زوی خپله مور په مرمیو وژلي، دری نور یی ټپیان کړي چې په ټپیانو کې هم یوه ښځینه شامله ده.
عینی شاهد وویل وژل شوي او ټپیان ټول د یوې کورنۍ غړي دي.
عینی شاهد وایی غالبآ دا پیښه د کورني ستونزې له امله رامنځ ته شوې او قاتل تښتیدلی.
پیښه د قرغیو ولسوالۍ په اغرا اباد سیمه کې شوې ده.
دولتي ویاندویانو تراوسه پدې اړه څرګندونې نه دې کړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjvteviuqehiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته