دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۸
د مطلب کود : 193516
دعامي روغتيا رياست ۷۵ ټنه بې کيفيته درمل ونيول
دغه درمل چي اڼټي بیوټيک هم پکښي شامل دي دبې راجسټره کمپينيو څخه په قاچاکي ډول راوړل سوي دي، چي دصحت له پاره مضر او تاواني دي.
دکندهار دعامي روغتيا رياست مسئولين وايې دوی دټولو هغو درملو، چي کيفيت يې ټيټ او تروخت تير وي مخنيوی کوي او له منځه يې وړي.
دعامي روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا وايي په وروستي کمپاين کي يې ۵۴ قلمه درمل، چي څه باندي ۳۴۰۰ کارتنه کيږي دبېلابېلو ګودامونو څخه راټول او له منځه به يې يوسي.
پخلا زياتوي، چي ياد درمل دروغتيا له پاره مضر او استعمال يې  دانسان په وجود کي مقاومتي سيسټم کمزوری کوي .
هغه وايې ددرملو مالکين تښتېدلي او هڅه به وکړي چي،  ددرملو اتحاديې په مرسته يې پيدا او عدلي ارګانونو ته وسپاري .
ديادوني وړده، چي دعامي روغتيا رياست تردې وړاندي هم مياشتني، ربع وار او کلني کمپاينونه ترسره کړي او دټولو هغو درملو مخنيوی يې کړی، چي دصحت له پاره ضررمن او کمپنۍ يې دعامي روغتيا وزارت سره ثبت نه دي .
https://avapress.com/vdca6en6i49nom1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته