دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۲
د مطلب کود : 193517
غني د غم شریکۍ لپاره هسکې مېنې ولسوالۍ ته تللی
ولسمشر محمد اشرف غني نن یکشنبه سهار د ننګرهار هسکې مېنې ولسوالۍ ته رسېدلی او هلته به د تېرې جمعې ورځې د پېښې قربانیانو ته د تسلیت مراتب تر سره کړي.

له ولسمشر غني سره د ملي امنیت شورا سلاکار، مشرانو جرګې رئیس، د ولسي جرګې مرستیال او کابیني یو شمېر غړي ملګري دي.
دغه مراسمو ته رسنۍ نه دي بلل شوي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي امریکا غږ ته وویل چې ولسمشر به په هسکه مېنه کې یوې غونډې ته وینا هم کوي.
ولسمشر غني پر داسې مهال ننګرهار ولایت ته سفر کوي، چې د تېرې جمعې په ورځ د هسکې مېنې په جودري سیمه کې د جمعې لمانځه پرمهال یو جومات کې د چاودنې له امله ۶۶ تنه لمونځ کوونکي ووژل شول او ۳۶ نور ټپیان شول.
دغه خونړۍ چاودنه، په کور دننه او بهر کې په پراخ ډول وغندل شول، تر دا مهاله یې مسؤلیت هېڅ یوې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb8fb8zrhb9sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته