کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر محمد اشرف غني ننګرهار هسکې مېنې ولسوالۍ ته رسېدلی

28 میزان 1398 ساعت 11:51


نن سهار شاوخوا ۹ بجې ولسمشر غني د هسکې مېنې ولسوالۍ ته د وړمې ورځېد چاودنې د قربانیانو فاتحې ته رسېدلې چې په جومات کې د جمعې د لمانځه پرمهالپرې چاودنه شوې وه.
د تېرې جمعې په ورځ د هسکې مېنې د جودر کلي په یوه جومات کې په داسې حال کې چاودنه وشوه چې ګڼ شمېر خلک په لمانځه ولاړ ول.
دیادوني ده دهیواد د کوډ کوډ څخه خلکو دا پیښه په سختو ټکوغندلي ده همدارنګه بهرنیانو هم دا پیښه غندلي ده.
تردی د مه هیڅ کومي ډلي دپیښی مسولیت نه دي اخیستي خو دا ښکاره ده چي دا کار د وحشي داعش یانو کاردي څومودي مخکي ولسی خلکو پاڅون کړي او داعش یان يي دي ته مجبور کړي وه چي دا ساحه پریږدي له همدي کبله يي په بي کناه خلکو يي وحشي یانه برید ترسره کړی.
د ننګرهار والي وايي چې په دې پېښه کې ۶۶ تنه وژل شوي او لسګونه نور ژوبل دي.
 


د مطلب کود: 193521

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/193521/ولسمشر-محمد-اشرف-غني-ننګرهار-هسکې-مېنې-ولسوالۍ-ته-رسېدلی

آوا
  https://www.avapress.com