دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۵
د مطلب کود : 193527
په دغو کانټینرونو کې د موټرو پرزې، بېټرۍ او نور برېښنايي او تخنیکي توکي بار دي او په ناقانونه توګه درول شوي دي
د کندهار سوداګر وايي، له تېرو ۱۵ میاشتو راهیسې یې په سوداګریزو توکو بار څه له پاسه ۹۰۰ کانټینر درول شوي چې له امله یې هغوی ته درانه زیانونه اوښتي دي.سوداګر د دغو کانټینرونو د ژر تر ژره خوشي کولو غوښتنه کوي.
د حاجي لعل محمد په نوم د سپين بولدک یوه سوداګر AVAPressخبري اژانس ته وویل، شاوخوا ۱۵ میاشتې کېږي چې د لسګونو سوداګرو څه له پاسه ۹۰۰ کانټیرونه چې د موټرو پرزې، بېټرۍ او نور برېښنايي او تخنیکي توکي پکې بار دي، په ناقانونه توګه درول شوي دي.
هغه زیاته کړه، د دغو توکو سوداګري ناقانونه نه ده، خو بیا هم له کوم لامل پرته درول شوي دي.دی وايي، سوداګر د دغې ستونزې د حل لپاره ان تر کابله هم تللي، خو ستونزه یې نه ده حل شوې.
د عبدالحی په نوم یو بل سوداګر هم وايي، چې د کانټینرونو د درول کېدو له امله سوداګرو ته درانه زیانونه اوښتي دي.ده وویل، په ډېرو کانټیرونو کې بېټرۍ او نور توکي بار دي چې د ډېرو یې تاریخ هم تېر شوی او خراب شوي دي.
دی وايي، سوداګر نه پوهېږي چې مالونه یې ولې ګرځول شوي، خو غوښتنه کوي چې مالونه يې دې ژر تر ژره پرېښودل شي.نوموړی ګواښ کوي، که حکومت یې غږ وا نه وري، نو لاریونونه به وکړي.
https://avapress.com/vdcci1qsm2bqop8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته