دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۱
د مطلب کود : 193536
په روسیه کې د بند ماتېدو له امله ۱۵ کسان وژل  شوي دي
د روسیې بیړنیو چارو وزارت وايي، په کراسنویارسک کرایې سیمه کې د سرو زرو په کان کې د بند ماتېدو په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۵کان کیندونکي وژل شوي دي.
اوا خبري اژانس د ځايي چارواکو په حواله، دا بند نن شنبه د اکتوبر پر ۱۹مه د تیزو بارانونو په پایله کې مات شو او اوبو یې د ګڼو مزدورانو د استوګنې ځایونه هم له ځان سره وړي دي.
د روس د پلټنو ادارې په یو بیان کې ویلي، د سرو زرو په کان کې د خوندیتوب اصولونو له سرغړونې خلاف یې پلټنې پیل کړي دي.
https://avapress.com/vdcc11qse2bqop8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته