دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۶
د مطلب کود : 193539
بهرنیان په افغانستان کې د ژوند په لټه کې
کابل د کورنیو چارو وزارت وايي چې د تاجکستان، ایران، عراق هېوادونو ۸۲۱ وګړيو، په افغانستان کې د پناه غوښتنه کړې.
د کډوالو وزارت د رسنیو سلاکار عبدالباسط انصاري ويلي، چې حکومت تر اوسه د بهرنیانو لپاره د سیاسي پناه د ورکړې لپاره ځانګړی قانون نه لري.
د عدليې وزارت د تقنین انستیتوت مشر عبدالمجید غني زاده وايي، د تابعیت او پناه غوښتنې طرحه بشپړه شوې او په رسمي مکتوب کې د حکومت کابینې ته لیږل شوې؛ خو دا، چې ملي شورا ته ولې نده لیږل شوې معلومه نده.
دا په داسې حال کې ده، چې د بهرنیو هېوادونو وګړیو ته د ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې د لنډ مهاله اوسیدو کارتونه ورکړي دي.
دادی انديښنی وړده چي افغانستان کي دامهال جنک روان دي او بهرنیانودپناه غوښتنه کړي ایران او تاجکستان چي دواړه هیوادونه دامنیت له اړخه په کافي اندازه په امن کي دي خو بیايي هم د پناه غوښتنه کړي ده خودا معلومه نه ده چي د پردي شاته څه روان دي .
https://avapress.com/vdcfmmdy1w6d1ta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته