دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۱۸
د مطلب کود : 193544
حکمتیار: دویم پړاو ټاکنې ناشونې دي؛ لنډمهاله حکومت په کار دی
د اسلامی ګوند مشر او ولسمشرۍ ته نوماند، ګلبدین حکمتیار وایي ټاکنې دویم پړاو ته ځي او دا چې دویم پړاو د یخنۍ له امله ناشونی دی، باید لنډمهاله حکومت رامنځته شي.
ښاغلي حکمتیار چې نن یکشنبې یې کابل کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې د ولسمشرۍ ټاکنو جزیاتو په تړاو د خپل ټیم دریځ روښانه کړ.
نوموړی همدا شان وویل چې تېرې ټاکنې له درغلۍ ډکې وې او هېڅ ټیم هم په لومړي پړاو کې د ټاکنو ګټونکی نه دی.
حکمتیار وویل د هوا د سړښت له امله دویم پړاو ټاکنې نه شي ترسره کېدی نو تر راتلونکي پسرلي پورې باید موقت حکومت جوړ شي او هغه دې دویم پړاو ټاکنې ترسره کړي.
حکمتیار دغه راز پر ټاکنیزو کمیسیونونو غږ وکړ چې رایې په شفافه توګه وشماري او هغه رایې حساب نه کړي چې درغلي پکې شوې ده.
دده په خبره تر دې دمه یو میلیون داسې رایې مشخصې شوې دي چې هغه په درغلۍ او فساد سره صندقونو ته اچول شوې وې.
حکمتیار پر خلکو هم غږ کړی چې د ټاکنو د مسئلې په تړاو دې بې تفاوته نه پاتې کېږي بلکې د خپلو حقوقو د خوندي کولو لپاره باید اقدام وکړي.
هغه د ټاکنیزو جرایمو څیړلو لپاره د یوې ځانګړې محکمې د جوړیدو غوښتنه هم وکړه او همدا راز یې زیاته کړه چې د ټاکنو پایلې ځنډول د منلو نه دي.
حکمتیار وویل تر اوسه یو میلیون بې بایومټریکې رایې صندوقونو ته اچول شوي او کوم جزیات چې د ټاکنو کمیسیون او نوماندان یې ورکوي، واقعي نه دي.
ښاغلی حکمتیار خپل ځان د ټاکنو واقعي ګټونکی وباله ویې ویل چې د ده ټیم زیاتې پاکې رایې ترلاسه کړي دي.
حکمتیار د سولې بهیر په تړاو هم وویل تر اوسه په دې اړه ملي اجماع نه ده رامنځته شوې او حکومت هڅه کوي چې سیاسي ګوندونه له دې بهیره څنډې ته کړي.
https://avapress.com/vdcbafb8arhb9sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته