کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کندهار د انارو محصولات ۳۰سلنه کم شوي

28 میزان 1398 ساعت 13:21


د کندهار د انارو محصولات د یو لړ دلایلو له وجې سږ کال ۳۰سلنه کم شوي دي.
په کندهار کې د انارو یو شمیر بزګر وایي له وخته وړاندې سوړوالی او نباتي ناروغۍ هغه عوامل دي چې د انارو محصولات یې ور کم کړي دي.
دوی وایي بازارونو کې د انارو د بیې پنځوس سلنه ټیټیدل هم د دغه ولایت باغ لرونکي زیانمن کړي دي.
د کندهار د کرنې، مالدارۍ او اوبونې رئیس وایي چې د انارو فصل په رسیدو سره پاکستان خپل ګمرکي تعرفي ۷۰سلنه پورته کړي، نو بزګرو هم دې هیواد ته د انارو له لیږدولو لاس اخیستی.
د کندهار د انارو یو بزګر عبدالواسع چې خپل تولیدات یې د کابل بادام باغ کې په یو نندارتون کې ایښي وویل دا چې پاکستان پر افغان محصولات تعرفه زیاته کړې دوی نشی کولی خپل محصولات ولیږدوي.
د کابل بادام باغ سیمه کې د هیواد د ۳۴ ولایتونو د بزګرانو د محصولاتو نندارتون، پرون د جمعې په ورځ جوړ شوی و.
د کندهار د کرنې ریاست د میوه جاتو مسوول، عرفان یک تلویزیون ته په خبرو کې وویل په تیرو کلونو کې به له ۱۵ تر ۲۰زرو ټنو انار پاکستان ته صادریدل، خو سږ کال دا محصولات د بازار نه درلودو له امله باغونو کې پراته دي.
د کندهار انار د افغانستان په کچه ښه نوم او بازار لري، خو چارواکي او بزګران وایي سږ کال یې مزه نشته.


د مطلب کود: 193545

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/193545/د-کندهار-انارو-محصولات-۳۰سلنه-کم-شوي

آوا
  https://www.avapress.com