دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۷
د مطلب کود : 193547
لغمان کې یوه کس د خپلې کورنۍ پر غړو ډزې کړي
د لغمان قرغیو ولسوالۍ کې یوه سړي د خپلې کورنۍ پر غړو ډزې کړي دي.
د لغمان د والي ویاند، اسدالله دولتزي ویلي نن سهار پنځه بجي د لغمان ولایت قرغیو ولسوالۍ په اغر اباد سیمه کې په نشه يي توکو معتاد خان ولي په خپلي مور پلار او ورور ډزي کړي او دري واړه يي زخمیان کړي .
دولتزى وايي پیښه د کورنۍ تاوتریخوالي له امله رامنځ ته شوې او خان ولي د نیولو لپاره د پولیسو هڅي رواني دي.
بله خوا د قرغیو ولسوالۍ څخه یوه عینی شاهد وویل چې بیګا شپه شاوخوا ۱۱ بجې د کور یوه مشر زوی خپله مور په مرمیو وژلې، دری نور یی ټپیان کړي چې په ټپیانو کې هم یوه ښځینه شامله ده.
عینی شاهد وویل وژل شوي او ټپیان ټول د یوې کورنۍ غړي دي.
عینی شاهد وایی غالبآ دا پیښه د کورني ستونزې له امله رامنځ ته شوې او قاتل تښتیدلی.
https://avapress.com/vdceex8zfjh8oni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته