دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۶
د مطلب کود : 193550
پمپئو: آمریکا د افغانستان سولې ته متعهد دی
د آمریکا خارجه وزیر ننګرهار ولایت کې یو مسجد چاودنې په غبرګون ویلی دی چی واشنګتن افغانستان کې سولې برقراری ته متعهد دی.

 
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، مایک پومپئو ویلی دی، د عبادت سیمی باید مصؤون وی، نه دا چی تروریستی بریدونو لاندی قرار ونیسی.
جمعی په ورځ، د جمعی لمانځه پروخت د هسکه مینی ولسوالی جو دره سیمه کې یو مسجد کې چاودنه نږدی ۷۲ تنه شهیدان کړ او لسګونه نور ټپیان کړل.
پومپئو په یو خبرپاڼه کې ویلی دی: امریکا افغانستان کې سولې او ثبات ته متعهد دی او د تروریزم په وړاندی مبارزه به ادامه ولری. موږ د افغانستان خلګو ترڅنګ چی یواځي سوله غواړی او تاوتریخوالی نه غواړی، ولاړ یو.
هیڅ ډله د طالبانو په ګډون ددی بریدونو مسؤولیت په غاړه نه دی اخیستی.
 
https://avapress.com/vdciwpazut1a3w2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته