کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هانکانګ؛ په لاريونونو کي پر مخ پټولو بنديز لګول سوی

28 میزان 1398 ساعت 14:00


هانکانګ له دې وېري چي لاريون وال د لاريونونو پر مهال د ماسک په لګولو او مخ پټولو څخه په استفاده له مجازاتو څخه د تېښتي هڅه و نه کړي، په لاريونونو کي پر مخ پټولو يا ماسک لګولو بنديز لګولی دی. دا له لاريونونو څخه د سوء استفادې او د جرائمو د ارتکاب د مخنيوي له پاره تازه هڅه بلل کېږي. هانکانګ هڅه کوي دغي چاري ته قانوني بڼه وکړي. په هانکانګ کي له څه مودې راهيسي پراخ لاريونونه روان دي، چي د ځايي حکومت له خوا د اصولو او قوانينو خلاف ګڼل کېږي.
نړيوالي رسنۍ وايي، په هانګ کانګ کي لاريون کوونکي د بشري حقونو خلاف او د لاريون د اصولو په سرغړونه سره خپل لاريونونه مخ ته بيايي چي عام خلک يې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي چي چين هيواد يې د مخنيوي له پاره يو لړ اصول وضع کړي دي.
له چين سره د هانکانګ د يو ځای کيدو له ۲۲ کلونو راهيسي د چين حکومت له اساسي قانون او د هانکانګ د بنسټيز قانون له مخي په جدي توګه په يو هيواد کي دوه نظامونه او په هانکانګ کي د هانکانګيانو د کورواکۍ نظام پلي کړی دی، چي په پايله کي يې د هانکانګ اوسېدونکو له قانون سره سم بې ساري ديموکراتيک حقونه او آزادي تر لاسه کړي دي. خو په دې وروستيو کي يو شمېر کسانو چي خپل آزادي سلب بولي، لاريونونه پيل کړي چي د چين حکومت او د هانکانګ بنسټيزه اداره يې د اصولو او بشري حقونو خلاف بولي. د يوې اسټراليايي رسنۍ د خبر له مخي، په لاريونونو کي شديد تاوتريخوالی کيږي. د (سيون نيوز سيډني) د يو ويډيويي راپور له مخي ليدل کيږي چي لاريون کوونکي له تاوتريخوالي کار اخلي، ډبري غورځوي، د عامو خلکو پر مخ يې سړکونه بند کړي دي، د پوليسو او خلکو په وړاندي پټرولي بوتلونه غورځوي او د ځايي حکومت په وړاندي شعارونه ورکوي.
ځايي پوليس وايي، دنده لري چي قانون پلی کړي او د هغو کسانو په وړاندي چي د مظاهرو له قانونه سرغړونه کوي، غبرګون وښيي. په راپور کي ليدل کيږي چي د هانک ګانګ يوه فلمي ستورې (سلين ما) د مظاهره چيانو تر سختو بريدونو لاندي ده، وهل کيږي، ټکول کيږي او له خولې او سر څخه يې ويني بهېږي، پر مظاهره چيانو نيوکه کوي چي د دوی هدف د هانک ګانګ وراني ده او غواړي چي په دې سره د حکومت خدمات له منځه ولاړ سي او خلک له جدي ستونزو سره مخ سي.
دا په يوه قهرجن انداز سره وايي: ((دا تاوتريخوالی دی، دا مظاهرې سوله ييزي نه دي، دوی غواړي چي هانک ګانګ خراب کړي، دا ظلم دی، دا بربادي ده او د خلکو په وړاندي لويه بې انصافي ده.))
په راپور کي ليدل کيږي چي د سلين ما د خبرو او دردېدلي حالت د بيانولو پر مهال د مظاهره چيانو له منځه يو کس راځي او غواړي د دې له ټپي بدن سره د لومړنۍ مرستي هڅه وکړي، دې کس ماسک کړی دی، خو سلين ما انکار کوي او وايي چي زه پر تاسو باور نه لرم او زما سره مرسته مه کوه.
د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون د خبر له مخي، د هانکانګ د خاصي ادارې سيمه ييز حکومت وياند د اکټوبر د ۱۳مي نېټې په شپه پر دغو کسانو سخته نيوکه وکړه چي په همدې ورځ يې پر مخ د ماسک په اغوستلو سره د هانکانګ په قلمرو کي د زور زياتي کړه وړه تر سره کړي. هغه دې ته اشاره وکړه چي دغو ظالمانه کړنو د ځايي اوسيدونکو امنيت او ټولنيز ثبات ته سخت زيانونه رسولي دي. نوموړي وويل چي يادو کسانو پر پوليسو بريدونه وکړل او د پوليسو امنيت ته يې ګواښ جوړ کړی و، پوليس به اړوندو کسانو ته سزا ورکړي. دغه حکومت له ښاريانو څخه غوښتنه وکړه چي له دغو کسانو څخه جلا واوسي، د هانکانګ د قوانينو مرکزي ارزښت وساتي او د ټولنيز نظم د ساتلو له پاره له حکومت سره ګډ کوښښونه وکړي. د چين خلکو ورځپاڼي د ((د هانکانګ اوسنۍ مهمه دنده د زور زياتي کړنو او تاوتريخوالي درول دي)) تر عنوان لاندي مقاله خپره کړې ده. په دغه مقاله کي راغلي، هانکانګ اوس له غير قانوني کړنو او سخت تاوتريخوالي سره مخ دی چي له چين سره تر يو ځای کيدو وروسته ساری نه لري. د ”يو هيواد او دوه نظامونه“ پاليسۍ بنسټګر دنګ شياو پينګ له مخکي وړاندوينه کړې وه چي د چين پر ضد داخلي او بهرني قوتونه ښايي د هانګانګ حالت ترينګلی کړي او په دې سره د چين د ودي مخه ونيسي. نو په دغي پاليسۍ او د هانکانګ په اساسي قانون کي اړوند مقررات ټاکل سوي چي له مخي يې د چين مرکزي حکومت په لازم وخت کي د هانکانګ د ترينګلتياوو په ارامولو کي ګامونه پورته کړي. البته دا به ښه وي چي هانکانګ په خپله خپل ترينګلی حالت ارام کړي. په دغه مقاله کي پر دې ټينګار سوی چي په راتلونکي يوې اوږدې مودې کي ښايي امريکا له خپلو لوېديځو ملګرو، د ټايوان خپلواکي غوښتونکو او د هانکانګ مخالفينو او تندلارو سره په ګډه د چين د ودي د مخنيوي په موخه په هانکانګ کي ترينګلتياوي وپاروي او په دې سره چين وګواښي. مقاله زياتوي، د چين مرکزي حکومت، د هانکانګ سيمه ييز حکومت او هانکانګيان بايد دې ته بيدار او هوښيار واوسي، د هيواد او هانکانګ امنيت دي ښه وساتي او هغه ستونزي دي له منځه يوسي چي د ”يو هيواد او دوه نظامونه “ پاليسۍ تطبيق ته زيان رسوي. د هانکانګ سيمه ايزي ادارې په مظاهرو کي د مظاهره چيانو پر مخ د ماسک اغوستلو مخنيوی کړی او دا کار يې منع اعلان کړی دی. د چين د دولتي شورا د هانکانګ د خاصي ادارې سيمه ييز حکومت له خوا پر مخ د ماسک اغوستلو د مخنيوي د قانون له مادې څخه ملاتړ کوي.
 د چين د دولتي شورا د هانکانګ او مکاو چارو د دفتر وياند يانګ ګوانګ د اکټوبر په ۴مه نېټه د هانکانګ د خاصي ادارې سيمه ييز حکومت له خوا پر مخ د ماسک اغوستلو د مخنيوي په اړه د قانوني مادې په هکله وينا وکړه او څرګنده يې کړه چي د دغسي قانون طرحه کول ډېر اړين دي او د زور زياتي جرمونو د مخنيوي د مجرمينو د پېژندلو او د ټولنيز نظام په بيا اعاده کي مثبت رول لري. يانګ ګوانګ وويل چي د هانکانګ د خاصي ادارې سيمه ييز حکومت مشري کاري لام اعلان وکړ چي د ادارې په غونډه کي پرېکړه سوې چي په بيړنيو حالاتو کي د اصولو له مخي پر مخ د ماسک اغوستلو د مخنيوي په اړه د قانون مادې دي جوړي سي چي د رواني مياشتي له پنځمي نېټې څخه به تطبيق سي. د دغي مادې له مخي هيڅ څوک په لاريونونو کي خپل مخ نه سي پټولای چي د مجرمينو پېژندلو کي خنډونه جوړوي. هر څوک چي له دغه قانون څخه سرغړونه وکړي، د مجرم په توګه به وګڼل سي. نوموړي وويل چي په هانکانګ کي حالات د ځينو بهرنيو ځواکونو په لاسوهني سره د بد نيت او پلان لرونکو له خوا په سازمان سويو جرمونو بدلېږي چي عامه امنيت ته يې سخت ګواښونه رسولي او رسوي يې. په داسي حال کي د دغه قانون جوړول قانوني، معقول او اړين دي، چي د نړۍ په زياتو هيوادونو او سيمو کي دغه ډول قوانين سته، نو په هانکانګ کي د دغه قانون عملي کول د قانوني لاريونونو په شمول د خلکو پر ازادۍ او حقوقو هيڅ اغېزه نه کوي. هانکانګ د چين د حکومت تر پوره ادارې او کنټرول لاندي دی، نو په هر صورت کي چين هيڅ چا ته اجازه نه ورکوي چي د کورواکۍ په نوم د چين د مرکزي حکومت په وړاندي چلېنجونه او ننګوني جوړي کړي.
د هانکانګ له مسئلې څخه د امريکا سياسي استفاده به خپل ځان او نوري خواوي زيانمني کړي. د امريکا د ولسي جرګې ځينو غړو د اکتوبر په پنځلسمه نېټه د تش په نامه ((د ۲۰۱۹ کال د هانکانګ د بشري حقونو او ديموکراسۍ قانوني مسوده)) وړاندي کړه چي دا د هانکانګ له افراطي ځواک او زور چلوونکو څخه د امريکا ملاتړ کوونکي کړنه، د چين پر ملي حاکميت سخت تېری، د چين په کورنيو چارو کي لاسوهنه او له نړيوال قانون او د نړيوالو اړيکو له اصولو څخه څرګنده سرغړونه ده. چين د امريکا د دغه عمل سخته غندنه او ورسره ټينګ مخالفت کوي. که دغه مسوده په اخرا تصويب سي او پر قانون بدله سي، نه يوازي د چين او امريکا تر منځ اړيکي او د هانکانګ سمسورتيا او ثبات به زيانمن کړي، بلکي د امريکا ګټو ته به هم سخت زيانونه واړوي. په نوموړې لايحه کي راغلي چي امريکا به هر کال د هانکانګ د کورواکۍ وضعيت وڅاري او بيا به پرېکړه وکړي چي ايا د هانکانګ په اړه د ۱۹۹۲ کال د امريکا د پاليسۍ قانون له مخي دغي سيمي ته د ګمرکي مالياتو د خپلواکي سيمي په شمول امتيازات ورکړي او که نه. د هانکانګ چاري د چين کورنۍ چاري دي، امريکا د بل هيواد سيمي ته د ګوتي نيوني هيڅ حق نه لري او دا سيمه د ازادۍ، قانون او حکومتولۍ په برخو کي تر امريکا مخکښه ده. د چين او امريکا تر منځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له ۴۰ کلونو څخه ښکاري چي يو پر بل د ملي حاکميت او د خاورو د بشپړوالي درناوی او په کورنيو چارو کي نه لاسوهنه د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو بنسټيز اصول دي. اوس مهال د چين او امريکا تر منځ حالات د پخوا په پرتله لا پېچلي سوي دي او دواړي خواوي د توپيرونو او مسئلو مناسب حل ته اړتيا لري، تر څو خپلمنځي اړيکي يې په مناسب مدار کي پاته سي.


د مطلب کود: 193553

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/193553/هانکانګ-په-لاريونونو-کي-پر-مخ-پټولو-بنديز-لګول-سوی

آوا
  https://www.avapress.com