دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۶
د مطلب کود : 193555
د ډاکتر عبدالله ټیم د انتخاباتو کمېسیون د دارالانشا لخوا د ناتصفیه شویو رایو د پایلو د اعلان مخه ونیوه
د کمېسیون استدلال دا و چې لومړی به د غیر تصفیه شویو رایو پایلې اعلان کړي او په وروستیو پایلو کې به بیا رښتینې او پاکې رایې اعلان شي
د غیر تصفیه شویو رایو پر بنسټ اشرف غني ګټونکی و، خو د عبدالله ټیم د دې اعلان مخه ونیوله
د عبدالله د ټیم استدلال دا دی چې پر بایومتریک رایو توافق شوی دی، باید لومړی پاکې او ناپاکې رایې بېلې او بیا اعلان شي
د انتخاباتو کمېسیون مشرې له مهالوېش سره سم د رایو په نه اعلان بښنه وغوښته او وې ویل چې لومړنۍ پایلې به ژر اعلان شي
(کابل –ویسا) د انتخاباتو کمېسیون باید پرون د مهالوېش له مخې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لومړنۍ پایلې اعلان  کړې وای. د یاد کمېسیون دارالانشا غوښتل چې د بایومتریک او غیربایومتریک (ناتصفیه شویو) رایو له مخې لومړنۍ پایلې اعلان کړي، د دوی استدلال دا و چې وروستۍ پایلې به یوازې د پاکو رایو له مخې بیا اعلان کړو.
د غیر تصفیه رایو له مخې اشرف غني د انتخاباتو ګټونکی و خو یوازې د بایومتریک او پاکو رایو له مخې بیا پایلې بل ډول وې، د ډاکتر عبدالله ټیم پرون د ناتصفیه شویو رایو د پایلو د اعلان مخالفت وکړ او استدلال یې دا و چې پر دې توافق او پرېکړه شوې چې یوازې بایومتریک او پاکې رایې باید اعلان شي.
په لومړنیو پایلو کې که د هر ډول رایو پر اساس وي چې څوک ګټونکی اعلان شي هغه بیا ګټونکی پاتې کېږي. د غیر بایومتریک رایو په باب چې شکایتونه زیات شول د انتخاباتو کمېسیون او د اشرف غني له ټیم پرته نورو ټولو نوماندانو یوازې بایومتریک شوې رایې د اعتبار وړ وبللې او پرېکړه شوې چې رایې باید پاکې او بیا پایلې اعلان شي.
په ورته وخت کې د انتخاباتو خپلواک کمېسيون مشره حوا علم نورستانۍ وايي، د تخنيکي ستونزو او د شفافيت د مراعاتولو په منظور يې پرون د ولسمشرۍ د انتخاباتو لومړنۍ پايلې اعلان نه شوى کړى او له همدې امله له خلکو او ښکېلو خواوو څخه بښنه غواړي.
حوا علم نورستانۍ دغه خبرې پرون ماخوستن په خبري ناسته کې وکړې.
د انتخاباتو کمېسيون مشرې وويل، دا چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د پايلو د پړاوونو ترسره کول لا ډېر دقت او شفافيت ته اړتيا لري، نو د تخنيکي ستونزو او د شفافيت د تامينولو په خاطر يې له مهالوېش سره سم پرون لومړنۍ پايلې اعلان نه شواى کړای.
نوموړې دغه راز په ډاګه کړه چې د پايلو د پروسس پرمهال يو شمېر څارونکي له خپل صلاحيت څخه د باندې د دغه بهير د ځنډېدو لامل شوي دي، نو وروسته له دې له ټولو څارونکو او سياسي ګوندونو په جدي ډول غواړي چې د خپل صلاحيت په حدودو کې عمل وکړي او د دې بهير د ټکني کېدو او ځنډېدو سبب نه شي.
د انتخاباتو کمېسیون مشرې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د لومړنیو پايلو د اعلانولو کره نېټه په ګوته نه کړه، خو ويې ويل چې ډېر ژر به لومړنۍ پايلې اعلان کړي.
https://avapress.com/vdcdks0fkyt0nk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته