دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۱۴
د مطلب کود : 193570
کشمیرکي هند او پاکستان ترمنځ تازه نښتي شوي
د پاکستان پوځ : هندي ځواکونو یو ځل بیا د کشمیر پر وېشونکې پوله له اوربنده سرغړونه کړې ده.
 د پاکستاني پوځ ویاند اصف غفور ویلي، هندي پوځ یو ځل بیا پر پاکستاني پوله ساتو برید کړی دی چې له امله یې یو پوځي او یو ملکي وګړی وژل شوي او د دوو ملکیانو په ګډون څلور نور ټپیان دي.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې پر کشمیر پوله د هندي او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښتې کېږي چې پاکستان یې پړه پر هند اچوي خو هندوستاني چارواکي وایي، دوی هڅکله له اوربنده سرغړونه نه کوي او که چېرته پاکستان دا تېروتنه وکړي، نو غاښ ماتوونکی ځواب ورکوي.
https://avapress.com/vdca0en6w49nom1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته