دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۱۶
د مطلب کود : 193571
د ټاکنو پايلي تر نامعلوم وخت پوري وځنډېدې
د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون رسماً د ولسمشریزو ټاکنو د لومړیو پایلو ځنډ اعلان کړی، خو داسي څه نه وايي چي دا ځنډ به تر څو ورځو یا اونیو پوري وي.
د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون له مخکني اعلان سوي مهالویش سره سم باید د تلي پر ۲۷مه د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلي اعلان سوي وای، خو اوس کمېسیون وايي د تخنیکي ستونزو او روڼتیا په موخه یې د دغو پایلو اعلان ځنډولی دی.
ټاکنو کمېسون وايي، د ۲۰۱۹ کال ولسمشریزو ټاکنو د پایلو اعلانولو کي د ځنډ له کبله بخښنه غواړي.
کابل کي یوې خبري غونډي ته وینا کي د دغه کمېسیون مشري حوا علم نورستانۍ وویل: ”د ټاکنو خپلواک کمېسیون د افغانستان له خلکو او په ټاکنو کي د ښکيلو اړخونو د لومړنیو پایلو نه اعلانولو له کبله بخښنه غواړي. د کمېسیون کارکوونکي شپه او ورځ زیار باسي چي مسایل سره راټول کړو او ان شاالله ژر تر ژره به لومړنۍ پایلي د افغانستان خلکو ته اعلان کړو. ”
https://avapress.com/vdcbzfb88rhb9sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته