دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۴۴
د مطلب کود : 193575
د کور او ګور ښځې فضا ته لاړې
په افغانستان کې لا هم ښځو ته کور او ګور مناسب ځای بلل کېږي او دا ډول فکر ښځو ته د کار او زده کړو اجازه نه ورکوي. د ډېرو په باور که ښځه له کوره د زده کړو او کار په نیت وځي، بې لارې کېږي، په همدې خاطر ډېرو افغانانو خپلې مېرمنې او لوڼې د کور په قفسونو کې بندي ساتلې دي، خو په نورو هېوادونو کې بیا ښځې هم کولای شي د نرانو په څېر زده کړې او کار وکړي او دا یې ثابته کړې ده چې ښځې هم انسانانې دي او خپلې ټولنې ته ډېر څه کولای شي.
 د ښځو لپاره تېره اوونۍ تر ټولو ښه خبر دا و چې دوو ښځینه ستورمزلو کریسټینا کوچ او جیسیکا مایر فضا ته سفر وکړ، د دوی نوم به په تاریخ کې په دې هم ثبت شي چې د ميرمنو لومړنۍ جوړه شوه چې په فضا کې وګرځېدلې. د دې سفر مشري کريسټینا کوچ کوله او هدف یې دا و چې د فضايي تم ځای بېټرۍ بدلې کړي، که څه هم دا تم ځای د لمر په وړانګو چلېږي، خو کله چې د لمر له مدار څخه لرې کېږي، نو بېټریو ته یې هم اړتیا پيدا کېږي.
 ټاکل شوې وه ې دا دواړه ستورمزلې د روان کال د مارچ په میاشت کې فضا ته تللې وای، خو سفر یې اته میاشتې وځنډېد او علت یې هم دا ښودل شوی چې ښځو ته د ناسا لخوا ځانګړې جامې جوړې شوې نه وې او د نورو جامو اندازه په دوی نه جوړېده، د دې سفر د ځنډولو په خاطر ناسا یا د امریکا د فضايي څېړنو اداره تر ډېرو نیوکو لاندې راغله.
 کريسټينا چې د مارچ په ۱۴مه په خپل لومړني فضايي ماموريت کې نړيواې فضايی تم ځای ته دننه شوه، ټاکل شوې ده چې د ۲۰۲۰ میلادي تر فبروري میاشتې پورې به په دې تم ځای کې پاتې شي، په دې سره به دا ستور مزلې په دې تم ځای کې یو بل ریکارډ هم جوړ کړي او هغه دا چې لومړنۍ ښځه به شي چې دومره ډېره موده په دې تم ځای کې ماموریت کوي، تر دې مخکې ستورمزلې پګي وېسټون هغه ښځه وه چې ۲۸۸ ورځې یې په دې تم ځای کې کار کړی و.
 تر اوسه پورې تر ۲۰۰ نارینه فضا ( تشیال) ته ختلي  او ورسره ۱۵ ښځې هم فضا ته په تللو بریالۍ شوې دي، لومړنۍ ښځینه ستورمزلې چې فضا ته لاړه روسۍ والنټينا ترشکووا وه چې په ۱۹۶۳ میلادي کال کې یې فضا ته سفر وکړ.
 په افغانانو کې بیا یوازې عبدالاحمد مومند د ډاکتر نجیب الله د حکومت پر مهال فضا ته تللی و او له هغه وروسته بیا کوم بل افغان فضا ته نه دی تللی.
https://avapress.com/vdcfemdytw6d1ta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته