خوښ ديک ۰

د افغانستان د میدان وردک په ولایت کې پر والي‌ ځانمرګی برید وشو

د افغانستان د میدان وردک  پر ولایت کې  پر والي‌ ځانمرګی برید وشو.
د سیمه ایزو خبري  رسنیو د خبر له مخې  نن  مازیګر په ساعتونو کې  په میدان وردک ولایت کې  پر والي‌ ځانمرګی برید شوی دی.
ویل کیږي‌ برید  په ځايي‌ وخت په دریو  بجو شوی دی. برید  د میدان وردک پر والي‌ مظفرالدین یمین  شوی
د افغانستان د میدان وردک په ولایت کې پر والي‌ ځانمرګی برید وشو
دی. برید  د موټر پر مټ  شوی دی.
د میدان وردک د والي ویاند  خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې  د برید  هدف  د والي‌ موټر وو خو  هغه ددې برید نه  روغ رمټ  وتلی دی.
د بله پلوه د یاد شوي‌‌ ولایت د ولایتي‌ شورا  یو تن غړي‌  سردار محمد بختیاري‌  بیا خبري‌ رسنیو ته ویلي‌  دي‌ چې برید کې ۳ تنه د ټرافیک  پولیس  وژل شوي‌ او د والي‌ یو تن  ساتوونکي‌ په ګډون ګن شمیر کسان ټپيان شوي‌ دي.
یکشنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۲۷
د مطلب کود: 193581 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *