دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۲۷
د مطلب کود : 193581
د افغانستان د میدان وردک  پر ولایت کې  پر والي‌ ځانمرګی برید وشو.
د سیمه ایزو خبري  رسنیو د خبر له مخې  نن  مازیګر په ساعتونو کې  په میدان وردک ولایت کې  پر والي‌ ځانمرګی برید شوی دی.
ویل کیږي‌ برید  په ځايي‌ وخت په دریو  بجو شوی دی. برید  د میدان وردک پر والي‌ مظفرالدین یمین  شوی
دی. برید  د موټر پر مټ  شوی دی.
د میدان وردک د والي ویاند  خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې  د برید  هدف  د والي‌ موټر وو خو  هغه ددې برید نه  روغ رمټ  وتلی دی.
د بله پلوه د یاد شوي‌‌ ولایت د ولایتي‌ شورا  یو تن غړي‌  سردار محمد بختیاري‌  بیا خبري‌ رسنیو ته ویلي‌  دي‌ چې برید کې ۳ تنه د ټرافیک  پولیس  وژل شوي‌ او د والي‌ یو تن  ساتوونکي‌ په ګډون ګن شمیر کسان ټپيان شوي‌ دي.
https://avapress.com/vdcc41qss2bqop8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته