دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۳۰
د مطلب کود : 193583
د ایران د تیلو په سترو ذخیرو کې اورلګیدنه رامنځته شوې ده
د ایران خوزیستان ولایت اړوند د عراق په پولو کې د آبادان په ښار کې د تیلو په ذخیرو کې اورلګیدنه رامنځته شوې ده.
د ایران  خوزیستان ولایت اړوند  د عراق په پولو کې د آبادان  په ښار کې  د تیلو په ذخیرو کې  اورلګیدنه  رامنځته شوې ده.
د ایران د دولتي‌ رسنیو د  خبر له مخې  د  هیواد تر ټولو  د لویو ذخیرو نه د آبادان  د ذخیرو  په ۵۵ مه برخه کې  د ذخیرې د لیکیدو  په پایله کې  اور لګیدنه رامنځته شوه.
اورلګیدنه د سهار په وختي‌ ساعتونو کې  رامنځته شوې ده. د آبادان  د تیلو د ذخیرو د عامه اړیکو  مسئول  سید علي‌ نوربخشي خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې  اورلګیدنه  په ډیره  کمه موده کې  تر کنټرول لاندې  راوستل شوه. پدې پیښه کې چاته  ځاني‌ زیان  ندی اوښتی.
د ویلو ده  چې  پدې  وروستیو کې  د بصرې خلیج په سیمه کې  د انرژۍ  پر مرکزونو  د بریدونو د کچې  د لوړیدو له امله  د دې  اورلګیدنې  نه وروسته  هم  د برید ادعاګانې  رامنځته شوې.
د ویلو ده چې  د روان کال  د سپټمبر په ۱۴ مه نیټه  د سعودي‌ عربستان د تیلو د دولتي‌ شرکت اړوند د تیلو په لویو چاڼځایونو  د ډرون الوتکې  سره  برید شوی وو. ددې برید  مسئولیت  حوثي‌ یاغیانو په غاړه اخیستی وو.
همداشان  یو څه موده مخکې  هم  د سعودي‌ عربستان جدې  ښار   ته نږدې  د ایران په یوې  ټانکر  کښتۍ  برید شوی وو . 
https://avapress.com/vdcevx8zxjh8oni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته