خوښ ديک ۰

د تخار چارواکي: جنسي درملو مست کړي طالب قومندان پر ۲۱ ماشومانو جنسي تېری کړی

د تخار ځايي چارواکي او خلک ادعا کوي چې د طالبانو د پوهنې رئیس قومندان عبدالکریم د جنسي پارونې درملو له خوړلو وروسته د یوې مدرسې په ۲۱ زده کوونکو جنسي تېری کړی دی، خو طالبانو بیا دا ادعا رد کړې ده.
د تخار امنیه قومندان سید معراج الدین سادات وايي، دا پېښه ۱۵ ورځې وړاندې د اشکمش ولسوالۍ د طالبانو تر نفوذ لاندې سیمه کې شوې او د طالبانو یو ځايي قومندان عبدالکریم د اشکمش ابراهیم خلیل الله مدرسې په ۲۱ شاګردانو یې د وسلې په زور جنسي تېری کړی دی.
 ځایي سرچینې هم وايي چې سیدعبدالکریم د طالبانو د معارف رئیس و او له پېښې وروسته، د اشکمش لپاره د طالبانو ولسوال خپل وسله وال ورپسې استولي او لا هم نوموړی په کولابي کلي کې د طالبانو له یو قومندان حسین سره بندي دی.
 سرچینه وايي، ځايي خلکو د طالبانو ولسوال ته اعتراض کړی او ورته یې ویلي چې په دریو ورځو کې دې د اشکمش ولسوالۍ شاه مشرف کلي اوسېدونکی قومندان سیدعبدالکریم سنګسار کړي.
 بلخوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا خبرونه د حکومت دښمنانه تبلیغات بللي.
نوموړی وايي، حکومت په تخار کې له دوی سره په جګړه کې ماتې خوړلې، اوس په طالبانو پسې دا ډول تبلیغات کوي.
یکشنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۵۱
د مطلب کود: 193589 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *