دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۵۱
د مطلب کود : 193589
د تخار ځايي چارواکي او خلک ادعا کوي چې د طالبانو د پوهنې رئیس قومندان عبدالکریم د جنسي پارونې درملو له خوړلو وروسته د یوې مدرسې په ۲۱ زده کوونکو جنسي تېری کړی دی، خو طالبانو بیا دا ادعا رد کړې ده.
د تخار امنیه قومندان سید معراج الدین سادات وايي، دا پېښه ۱۵ ورځې وړاندې د اشکمش ولسوالۍ د طالبانو تر نفوذ لاندې سیمه کې شوې او د طالبانو یو ځايي قومندان عبدالکریم د اشکمش ابراهیم خلیل الله مدرسې په ۲۱ شاګردانو یې د وسلې په زور جنسي تېری کړی دی.
 ځایي سرچینې هم وايي چې سیدعبدالکریم د طالبانو د معارف رئیس و او له پېښې وروسته، د اشکمش لپاره د طالبانو ولسوال خپل وسله وال ورپسې استولي او لا هم نوموړی په کولابي کلي کې د طالبانو له یو قومندان حسین سره بندي دی.
 سرچینه وايي، ځايي خلکو د طالبانو ولسوال ته اعتراض کړی او ورته یې ویلي چې په دریو ورځو کې دې د اشکمش ولسوالۍ شاه مشرف کلي اوسېدونکی قومندان سیدعبدالکریم سنګسار کړي.
 بلخوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا خبرونه د حکومت دښمنانه تبلیغات بللي.
نوموړی وايي، حکومت په تخار کې له دوی سره په جګړه کې ماتې خوړلې، اوس په طالبانو پسې دا ډول تبلیغات کوي.
https://avapress.com/vdcaaen6o49nom1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته