دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۳
د مطلب کود : 193621
جمهوررئیس غني د امریکا د دفاع وزیر سره وکتل
جمهور رئیس محمد اشرف غني د امریکا متحدو ایالتونو د دفاع وزیر مارک اسپر سره چې د دغه هیواد د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی وو، وکتل.
په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه دواړو لوریو د افغانستان، سیمې او نړۍ پر امنیتي مسایلو، تروریزم سره د مبارزې، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او تجهیز او په بېلابېلو برخو کې د دواړو هیوادونو تر منځ پر همکاریو بحث او خبرې وکړې.
په پیل کې مارک اسپر د امریکا متحدو ایالتونو د حکومت او خلکو په استازیتوب د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د تروریستي پېښې په خاطر خپله خواخوږي او همدردي جمهوررئیس غني ته څرګنده او د جمهوري ریاست د بریالیو ټاکنو د ترسره کېدو او په دغه ملي بهیر کې د خلکو د ګډون په خاطر د افغان امنیتي ځواکونو او حکومت هڅې وستایلې.
همدارنګه د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزیر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره دامریکا د مرستو پر موثریت ټینګار وکړ.
جمهوررئیس غني د امریکا متحدو ایالتونو دفاع وزیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ اداري فساد سره د مبارزې په ځانګړي ډول د هیواد په امنیتي او دفاعي ارګانونو کې فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت د عملي او سیستماتیکو اقداماتو په اړه خبرې وکړې او د راتلونکو اقداماتو په اړه یې هم رڼا واچوله.
په دغه کتنه کې دواړو لوریو د سولې پروسې د راتلونکو اقداماتو تر څنګ د افغانستان، سیمې او نړۍ د اوضاع په اړه هم بحث او خبرې وکړې.
https://avapress.com/vdchixnzz23nw-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته