دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۷
د مطلب کود : 193623
دجنوب لويديز زون دکوچي قشر،سرخیلانومتنفذینواوعلماوو دانسجام اوعامه خبراوي غونډه جوړه سول
غونډه، چی دکندهار په یوه خصوصي صالون کي جوړه سوې وه، پکښي کندهار والي حیات الله حیات، دولايتي شورا رئيس حاجي سیدجان خاکریزوال، په ټولنیزو چارو کي دولایت مقام مرستیال حاجي اغالالي دستګیري، له مرکز کابل څخه راغلي دکوچیانو چارو عمومي رییس، قومي مشرانو او په سلګونه کوچیانو ګډون کړی ؤ.
په غونډه کي د جنوب غرب زون په کچه د کندهار، هلمند، زابل او روزګان دکوچیانو پر ستونزو خبري وسوې.
غونډي ته لومړی دکوچیان چارو عمومي رئیس حبیب الرحمن خبري وکړې او زیاته يې کړه، چي کوچیان کوم ځانګړی قوم نه دی، بلکي دهیواد پر ټولو اقوامو پوري اړه لري.
دی وايي، چي دکوچیانو چارو عمومي ریاست هڅه کوي د جنوب غرب زون په کچه دکوچیانو ستونزو ته پاملرنه وکړي او هغوی ته اقتصادي فرصتونه برابر کړي.
کندهار والي حیات الله حیات کوچیان دهیواد مهم قشر یاد کړ، چي په وینايي دهیواد د وګړو داقتصادي ژوندانه له پیاوړتیا سره يې مرسته کړې ده.
کندهار والي وویل، دکوچیانو ستونزو ته باید رسیدګي وسي.
د کندهار دولايتي شورا رییس حاجي سیدجان خاکریزوال بیا له مرکزي حکومت څخه غوښتنه وکړه، چي دکوچیانو لپاره د زده کړو په ګډون په روغتیايي او ځینو نورو برخو کي اسانتیاوي برابري کړي.
قومي مشر څارنوال محمد عسی خان او مدني فعالي عزیزې وطنوال هم خبري وکړې او دکوچیانو د ژوند او ستونزو په اړه يې معلومات وړاندي کړل.
دیادونی وړ ده چي په غونډه کي د کوچیانو ستونزي دګروپي کار په شکل هم واورېدل سوې.
https://avapress.com/vdcj8tevtuqehmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته