دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۲
د مطلب کود : 193625
ولسمشر غني د جاپان د نوي پاچا د تاج پوشۍ مراسمو ته رسېدلی
ولسمشر غني، د جاپان د نوي پاچا د تاج پوشۍ مراسمو ته تېره شپه ناوخته د ټوکیو ښار ته رسېدلی دی.
د افغان خبری آژآنس د خبر له مخی، ولسمشر غني به ددغه سفر په ترڅ کې له جاپاني چارواکو او د جایکا له رئیس سره هم وویني خو د جاپان د لومړي وزیر لخوا ده ته پهترتیب شوې مېلمستیا کې به هم ګډون وکړي.
 راپورونه وایي، د جاپان نوی امپراتور ناروهیتو به سبا سه شنبه د اکتوبر په ۲۲مه  د دغه هېواد د سطلنت تاج په سر کړي.
ناروهیتو به د نوامبرپه میاشت کې د دایجوسای د قانون د مننې مراسم هم ترسره کړي او د جاپان د پاچاهۍ له سمبالولو وروسته به د لوړې مراسم ترسره کړي.
د چاپان حکومت د ناروهیتو د تاج پوشۍ په مراسمو د اکتوبر میاشتې له پیله تر اوسه ۱۵۰ میلیونه ډالر لګولي دي او د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه یې ورته پیاوړي شخصیتونه وربللي دي.
https://avapress.com/vdcb5fb8srhb90p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته