دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۱
د مطلب کود : 193631
که هر نوماند پنځوس جمع یو رایې ترلاسه کړي ګټوونکی دی
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د لومړنیو پایلو ځنډ به یوازې څو ورځې وي او د سپینو او تورو رایو له چاڼ وروسته به ژر دغه پایلې اعلان کړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د لومړنیو پایلو ځنډ به یوازې څو ورځې وي او د سپینو او تورو رایو له چاڼ وروسته به ژر دغه پایلې اعلان کړي.
د دغه کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ تازه ویلي؛ که هر نوماند پنځوس جمع یو رایې ترلاسه کړي، لومړنۍ پایلې به د وروستیو پایلو په معنی وي.
ټاکل شوې وه چې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې د تلې په ۲۷ یعنې د تېرې شنبې په ورځ اعلان شوې وای؛ خو ټاکنو کمېسیون وویل چې د تخنیکي ستونزو له امله په ټاکلې نېټه د لومړنیو پایلو پر اعلانېدو ونه توانېدل.
د پایلو په ځنډ کمېسیون له خلکو بخښنه هم وغوښته. نورستانۍ وايي چې هڅه کوي ژر او په څو ورځو کې لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
https://avapress.com/vdcippazzt1a3q2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته