کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا نمایندګانو مجلس رئیسه د افغانستان حکومت رهبرانو سره ولیدله

29 میزان 1398 ساعت 12:13

نانسی پلوسی د امریکا نمایندګانو مجلس رئیسه چی تیره شپه کابل ته ننوتله د اشرف غنی او عبدالله عبدالله ملی وحدت حکومت مشرانو سره لیدنه او خبری اتری وکړی.



 
آوا کابل: د امریکا دفاع وزیر غیری منتظره سفر وروسته، تیره شپه ناوخته نانسی پلوسی کابل راغله او د سولې او تروریسم په شان موضوعاتو باندی د ملی وحدت حکومت مشرانو سره لیدنه وکړه.
ولسمشر په دی لیدنه کې وویل چی سوله زموږ لپاره لومړیتوب لری، هغه سوله چی د افغانانو په مالکیت او مشری وی او اساسی قانون او ښځو حقوق ارزښتونه پکښی وساتل شی.
هغی وویل چی افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو حضور څرنګوالی د هغه پيمانونو په اساس دی چی دواړو هیوادونو ترمنځ امضا شوی دی او افغانستان کې امریکا حضور څرنګوالی باندی هر ډول تصمیم په اړه به دواړو هیوادونو ترمنځ خبری وشی.
ولسمشر همدارنګه ګواښونو کلی وضعیت تشریح کړ او وویل چی القاعده او داعش تراوسه هم افغانستان او امریکا متحده ایالاتو امنیت لپاره جدی ګواښ دی او طالبان هم تروریستی ډلو لپاره فعالیتونو زمینه برابروی او ملکی وګړی هدف لاندی قرار نیسی او هدف یی دادی چی نظام ته زیان ورسوی چی خوشبختانه خپل هدف ته ونه رسیدل.
آغلۍ پلوسی د داکتر عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې ویلی ده چی امریکا او افغانستان استراتژيک متحدین او ملګری دی او دواړو هیوادونو ترمنځ همکاری ادامه لری.
عبدالله عبدالله هم په دی لیدنه کې ویلی دی چی سوله د افغانستان خلګو لومړیتوبونو څخه دی.
 


د مطلب کود: 193642

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/193642/امریکا-نمایندګانو-مجلس-رئیسه-د-افغانستان-حکومت-رهبرانو-سره-ولیدله

آوا
  https://www.avapress.com