دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۵۸
د مطلب کود : 193645
خوست: مېس عینک اتلانو د بریا جشن وکړو
د شپږیزې کرکټ لیګ شپږم پړاو سیالۍ، چې د تلې میاشتې په ۱۵ نېټه پیل شوې وې، تېره جمعه د میس عینک اتلانو په بریا سره پای ته ورسېدې.
د شپږیزې لیګ مراسم تېر مازیګر د خوست ولایت د حکیم تڼیوال په پارک کې د ملي لوبغاړو، د کریکټ بورډ غړو او دولتي چارواکو له خوا نیول شوي وو.
د شپږیزې لیګ بریا چشن د زرګونو خوستوالو لخوا په اتڼونو، ولولو او ډولونو سره بدرګه شول.
د میس عینک زون کپټان محمدنبي عیسی خېل په خپلو خبرو کې وویل، د لوبغاړو خپلې خوارۍ او د دوی ترمنځ ښه همغږي د دې لامل شوه، چې بریا په خپل نوم کړي.
نبي له خوستوالو مننه وکړه، چې دوی یې ونازول او د بریا مراسم یې ورته ونیول.
دغو مراسمو کې د خوست والي حلیم فدایي وویل، کرکټ یوه ملي لوبه ده، نو همده وجه ده، چې ټول خلک یې مینوال دي او په خبره یې نن ورځ د زرګونو خوستوالو راتګ یې ښه بېلګه ده.
والي فدایي د کرکټ هغه لوبغالی، چې په تڼیوال پارک کې جوړ شوی، د میس عینک زون په نوم کړ.
په عین وخت کې د میس عینک زون مالي ملاتړ کوونکي ضیاالحق وزیرزي وویل، غواړي د کرکټ په برخه کې پانګونې ته دوام ورکړي او ترڅنګ یې د ده په مالي ملاتړ ځوان لوبغاړي پیدا او وروزل شي.
د افغان کریکټ بورډ له لوري د کورني کرکټ د پیاوړتیا په هدف د شپږیزې په نوم سیالۍ دا شپږم ځل دی، چې ترسره کېږي؛ چې پکې د میس عینک لوبډلې د دویم ځل لپاره د یاد لیګ اتوالي وکټله.
د کریکټ بورډ مشران وایي، په دې شپږیزه سیالۍ کې یې نوي او ځوان لوبغاړي پیداکړل، چې ځینې به یې په ملي لوبډله کې جذب شي.
https://avapress.com/vdcdos0fkyt0n96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته