دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۵
د مطلب کود : 193651
شپږ هیوادونه په ګډه د افغانستان پولو ته نږدې پوځي تطبیقات کوي
د نه ماتیدونکې  ورورلۍ ۲۰۱۹ په نامه  پدې تطبیقاتو کې  روسېې، بیلاروس، ارمنستان، تاجکستان، قزاقستان او قیرغیزستان ګډون کړ یدی. دا علمیات  په تاجکستان کې د افغانستان پولو ته نږدې  ترسره کیږي.
د روسیې  د مرکزي سیمو د ځواکونو قومندان الکساندر لاپین  ویلي دي چې دا ګډ عملیات  نن  د تاجکستان په خاوره کې پیلیږي. دا تطبیقات  به د شپږو  هیوادونو په ګډون  ترسره شي. دا تر ټولو  لوی  پوځی تطبیقات  دي.
هغه وویل چې ددې تطبیقاتو نه موخه  د نړۍ د بې استقراره  وضعیت او په افغانستان کې د وخیمو حالاتو  ته په کتو سره په سیمه کې  د قانون  په رڼا کې  د امنیت د ټینګښت  په خاطر  د ګډون کوونکو هیوادونو  قوي عزم  او ارده ښکاروي.
همداشان  د تاجکستان د دفاع د وزارت مرستیال  ویلي دي چې په سیمه کې  حالات  خراب دي او د هرې ورځې په تیریدو سره  لا پسې خرابیږي. په سیمه کې  د نړۍوالو ترهګرو ډلو  د ځای په ځای کیدو په اړه جدي اندیښنې لرو. د همدې اندیښنو  د لمنځه وړو  په خاطر  دا تطبیقات ترسره کیږي. همداشان  هغه هیوادونه چې د افغانستان د شمال سره په پوله کې پراته  دي  په  سیمه کې  د هډو او خپلو ځواکونو لپاره روزنیز مرکزونو په جوړولو پیل کړی دی.
https://avapress.com/vdcamen6649noi1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته