دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۱
د مطلب کود : 193653
دکندهار اوسیدونکو دننګرهارولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې ترهګریز برید غندلي دي
په کندهار ولایت کې ځوانانو، قومي مشرانو دمدني ټولنو استازود دیوې غوڼدې په ترڅ کې په ننګرهار ولایت دهسکې مېنه ولسوالې په یو مسجد کې دترهګرو له خوا ترسره شوي برید په سختو ټکو غندلي دي.
دکندهار اوسیدونکي وايی، داسې بریدونه په هیڅ دین او مذهب کې جواز نه لري اویو غیر اسلامي اوانساني عمل دي.
دکندهار اوسیدونکي زیاتوی، په سپیڅلو ځایونو بریدونه داسلام د دښمنانو کار دي اوپه دې کار سره غواړي اسلام بدنام کړي.
په کندهار ولایت کې مدني فعالان وايي، افغان حکومت دې دننګرهار دپیښې عاملین دقانون منګولو ته وسپارل شي او دننګرهار په شپږو ولسوالیو کې دترهګریزو ډلو په وړاندې عملیات لاپراخ شي.
https://avapress.com/vdccp1qs12bqoe8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته