دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۱
د مطلب کود : 193654
ترکېې وسله والو ځواکونو د سوریې په شمال کې ترهګرو ته ستر ګوزار وکړی
ولسمشر اردوغان : ترکیې وسله والو ځواکونو په سوریه کې د ۹ ورځو پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۱۵۰۰ کیلومتره سیمه د ترهګرو نه په کامله توګه پاکه کړه
 د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  وویل چې  ترکیې د سوریې په شمال کې د سولې چینې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې په ۹ ورځو کې  ۱۵۰۰ کیلومتره سیمه  د ترهګرو نه  تصفیه کړې ده.
هغه دا څرګندونې  دا څرګندونې په استانبول کې د ریزې ولایت د ملکي ټولنو د فدراسیون لخوا په جوړو شوو مراسمو کې وکړې .
هغه  د ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا د سوریې په شمال کې د سولې چینې د پوځي عملیاتو په اړه  معلومات ورکړل.
ولسمشر اردوغان وویل « ترکيې وسله والو ځواکونو  د سولې چینې پوځي عملیاتو په نهو ورځو کې  ۷۶۵ تنه  ترهګر له منځه وړي  او ۱۵۰۰ کیلومتره سیمه يي د ترهګرو نه په کامله توګه تصفیه کړې ده . د راس العین او تل ابیض  په ګډون  جمعآ  ۱۱۱ کلي مو  د کنټرول لاندې راوستي دي. د سیمې په خلکو  مو  د خوراکي موادو ، درملو او نورو اړتیاوو په ویشلو پیل کړی دی.
د ترکیې سرې میاشتې، د ناورین او بیړنیو حالاتو ریاست، روغتیا وزارت او ملکي ټولنو په سیمه کې  په فعالیت  او خلکو ته د خدماتو په وړاندې کولو پيل کړی دی.
ولسمشر اردوغان د اکتوبر په ۱۷ مه نيټه  د ترکیې او امریکا ترمنځه  شوي مطابقت ته په اشارې سره وویل چې  د پ ک ک او وای پ جي ترهګرو ته د سیمې نه د وتو په خاطر ۱۲۰ ساعته مهلت ورکړ شوی دی.
که چیرې  په شوي  توافق  او ژمنو عمل وشي  خو دا به ډیره ښه وي او سرغړونه ترینه وشي  د ۱۲۰ ساعتونو د پوره کیدو نه سمدلاسه وروسته  به  درول شوي پوځي عملیات  له سره پیل کړو.
ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیې د امریکا سره تفاهم کړی دی. د ترهګرو سره  مو تفاهم  ندی کړی. ځینې برخې مغرضانه  هڅې کوي  .
ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیې  د سوریې په شمال کې د امن سیمې د جوړولو د اقدام  سره  ترهګري سازمان ته  ډیر ستر ګوزار ورکړ. د هغوې  هیلې مو په اوبو لاهو کړې. ددې سربیره  دې عملیاتو د سیمې په اړه  د امپریالستو پلانونه  دړې وړې کړي دي.
ترکیې  ددې حیاتي ګام  سره  هم  خپل امنیت  او هم  د سوریې مځکنۍ بشپړتیا  تر ګرنټۍ او ضمانت لاندې  ونیوله.
https://avapress.com/vdcdks0foyt0n96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته