دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۲
د مطلب کود : 193656
دغزني په ګیرو ولسوالۍ کې ۵ طالبان وژل شوي
دغزني ولایت په ګیرو ولسوالۍ اړوند موسی خیلو کلي کې تیره شپه دافغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ۵وسلوال طالبان وژل شوي دي.
 
دغزنی ولایت سیمه اییز چارواکي وايي، چې دیادو عملیاتو په ترڅ کې د۵تنو وسلوالو طالبانو په وژل کیدو سربیره ۳موټر سایکلونه او یو شمیر وسلې اومهمات هم دافغان ځواکونو له خوا له منځه وړل شوي دي.
 
دوي زیاتوي، چې په نوموړو عملیاتو کې افغان ځواکونو او ولسي خلکو ته هیڅ ډول تلفات نه دي اوښتي.
https://avapress.com/vdcftmdyvw6d1va.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته