دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۱۰
د مطلب کود : 193657
درې تنه امریکايي سرتیري  مړه او درې تنه نور ټپيان شول.
د امریکا پوځ یو بیان په خپرولو سره ویلي دي چې  ددې هیواد د جورجیا په ایالت کې  د تطبیقاتو پر مهال  په یوه پيښه کې  ۳ تنه امریکايي سرتیرو ژوند  د لاسه ورکړ او درې تنه نور ټپيان شول.
پيښه  د امریکا په ځايي وخت  د یکشنبې ورځې د سهار په ۳ بجو او ۲۰ دقیقو رامنځته شوې ده .
په بیان کې راغلي دي چې  د تطبیقاتو پر مهال د امریکايي سرتیرو موټر  اوبو ته  وغورځید  چې پدې پيښه کې ۳ تنو سرتیرو ژوند لاسه ورکړ او ۳ تنه نور ټپي وژغورل شول.
د ټپيانو نه دوه تنه يي  د درملنې نه وروسته د روغتون ته خارج شوي  او یو تن  بل بیا تداوي دوام لري.
د امریکا د پلو ځواکونو د دریمې فرقې  قومندان  توني  اګوتو ویلي دي چې نن ورځ  د پلو ځواکونو دریمې فرقې  او ټولو  لپاره  یوه ډیره  زړه بوږنوونکې ورځ  ده. ځکه چې  مونږ ټول نن  سهار  د فورت استوارت  په سیمه کې د تطبقاتو پر مهال  د رامنځته شوې پيښې له امله  ودریدو.
https://avapress.com/vdcgnw9quak9y34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته